اسلام آباد۔21اکتوبر(اے پی پ??) پخواني وزيراعظم مياں نواز شريف په ايون فيلډ او العزيزيه ريفرنسونو کښې د سزاګانو په اړه د اپيلونو د بيا فعالولو خواستونه لاسليك كړي دي۔ د مسلم ليګ (ن) ذريعو لمخې د خواستونو لاسليك كېدو څخه وروستو به د نواز شريف الوت??ه لاهور ته روانه شي۔ د نوازشريف قانوني ډلې په ایون فیلډ او العزیزیه ریفرنسز کښې د هغه د سزاګانو په ضد د اپیلونو د بحالولو لپاره خواست تيار كړے دے او اوتھ كمشنر بائيو مېټرك ډېټا جمع كولو له اسلام آباد ائيرپورټ ته رسېدلے دے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د نواز شريف قانوني ډله په العزيزيه او ايون فیلډ ريفرنسونو كښې د اپيلونو بحالۍ په درخواستونو لاسليک لپاره اسلام اباد هوايي ډګر ته رسېدلې وه۔ د قانون پخوانے وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ٬ امجد پروېز او نور وګړو سره سره بېرسټر ظفر الله خان هم نواز شريف سره ملاقات لپاره په هوائي ډګر موجود وو۔
پخواني وزيراعظم مياں نواز شريف په ايون فيلډ او العزيزيه ريفرنسونو کښې د سزاګانو په اړه د اپيلونو بيا فعالولو خواستونه لاسليك كړل
Ninja Raccoon Mania Entertainment Platform Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے لائیو نتائج