اسلام آباد 06 جنوری (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د هند پالسو له امله د منطقې امن ته سختې خطرې ورپیښې دي٬پھ مقبوضه كشمير كښې د هند ظلم او ستم د هند د جمهوريت بې بنسټه ادعا څرګنده كړې ٬د هېواد نه كرپشن ختمول او تعليمي نظام ښه كول لويې چېلنجونه دي ٬?? حكومت د پالېسو په نتيجه كښې به معيشت نور هم ښه شي ۔د وزيراعظم د مېډيا دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم دا خبرې د ګل په ورځ د ورجينيا پوهنتون د زده كوونكو پلاوي سره د ملاقا?? په مهال په خپلو خبرو كښې وكړی٬د ورجينيا پوهنتون د بزنس اېډمنسټرېشن څانګې د زده كوونكو د دورې مقصد په پاكستان كښې د بزنس د موقعو او د سېلګرۍ په اړه د استعداد نه ځان خبرول دي۔په ملاقات كښې پاكستان ته په ورپیښو چېلنجونو د اوسني حكوم?? په اصلاحاتي ايجنډا د پاكستاني ټولنې په مثبتو اړخونو په بېلا بېلو څانګو كښې د هېواد په صلاحيت٬د معيش?? په ستونزو او د سباؤن په په لائحه ??مل خبرې وشوې۔زده كوونكو په بېلا بېلو موضوعاتو د وزيراعظم نه پوښتنې وكړی٬زده كوونكو سره په خبرو كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل لوے څښتن پاكستان ته ډېرې وسيلې ??رك??ې ولې له بده مرغه په ټولنه كښې د كرپشن ناسور او د انساني وسيلو د ودې نظرانداز كولو په وجه د هېواد د پرمختګ ??مل د جمود ښكار شوے۔ده ووئيل د 1960 په لسيزه كښې پاكستان په سوئېلي آسيا كښې په تندۍ سره پرمختګ كونكې هېواد ؤ ٬خو د 1970 او 1980 په لسيزو كښې د سياسي فلسفيانو په وجه كه يو خوا صنعتي ??مل د جمود ښكار شو نو ورسره په سياست كښې پيسه او كرپشن شامل شو۔ده ووئيل په ټولنه كښې د عام وګړي حالت او په لويو ايوانونو كښې د كرپشن په ليدلو زه سياست له راغلم او پرله پسې د 22 كلونو هڅې مې وكړی۔ده ووئيل د ده مقابله مافيا سره ده كومه چې د هېواد د پرمختګ په لاره كښې خنډان دي ۔وزيراعظم ووئيل اوسنې حكومت د تعليم يو ډول نصاب لپاره هڅې كوي چې دغسې د تعليمي نظام په بنياد په ټولنه كښې فرق ختم كړی شي۔د معيش?? په اړه وزيراعظم ووئيل پاكستان تحريك انصاف چې كوم وخت اقتدار ته راغلو نو هېواد سختو معاشي حالاتو سره مخ ؤ ٬د اوسني حكوم?? په هڅو په معيشت كښې استحكام راغلې۔ده ووئيل ?? حكومت لخوا د 50 لكه ارزانو كورونو جوړولو او د نورو پرمختيائي پروژو په نتيجه كښې به په معيشت كښې نوره بهتري هم راشي او معاشي ??مل به تند شي
وزيراعظم عمران خان د ورجينيا پوهنتون د زده كوونكو پلاوي سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena