اسلا?? آباد۔3جنوری(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د نړۍ بېلو هېوادونو څخه د پاكس??ان په دوره راغلې د هندي ياتريانو د پلاوي هركلي ك??لو سره وئيلي دي په پاکس??ان کښې اقلیتونو بشپړه آزادي لري٬ غواړو چې کشمیریانو ته هم په مقبوضه کشمیر کښې بشري حقونه او مذهبي آزادي ترلاسه شي ٬ هیله ده چې هندو ټولنه به په دې اړه خپل غږ پورته کړي.د ګل په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د قامي اسمبلۍ غړي رمېش كمار وېنكوائي په مشرۍ كښې ملاقات لپاره راغلي د هندو ي??تريانو پلاوي سره خبرو كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل پاكس??ان په امن او ورورولۍ باور لري٬ په پاكس??ان كښې اقليتونه بشپړه آزادي لري ٬ د اقليتونو د حقونو تحفظ زمونږ مذهبي او آئيني ذمه واري ده ٬ د پاكس??ان پارليمان د حقونو تحفظ لپاره اقليتونو سره ولاړ دې٬ اقليتي ورورولۍ سره د رامخې ته كېدونكې كومې هم ناوړه پېښې په اولسي ٬ پارليماني او حكومتي كچه سخته غندنه كیږي او د دې ازالې او مخنيوي له فوري ګامونه پورته كولې شي۔ هغه ووئيل په پاکس??ان کې میشته ټ??لو وګړو ته د خپلو عقیدو او مذهبي مراسمو لمخې د ژوند ک??لو بشپړه آزادي ترلاسه ده ٬ پاکس??ان د هند په ګډون ټ??لو ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړيكې غواړي۔ هغه ووئي?? د ??قبوضه كشمير اولس د بيان د ازادۍ او مذهبې مراسمو ادا ك??لو نه منع كړې شوي دي ٬ په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزي د نړيوال قانون څرګنده خلاف ورزي ده۔ هغه غوښتنه وكړه چې مقبوضه كشمير كښې دې اولس ته د ملګرو ملتونو د چارټر لمخې بنيادي بشري حقونه وركړې شي۔ هغه ووئيل په سیمه کې د تلپاتې سولې په ځائې ك??لو له باید د کشمیر مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كړې شي۔ سپيكر ووئي?? د ??اکس??ان اوسنی حکومت د مذهبي سیلګرۍ ودې لپاره هڅې کوي چې ورسره به دوه اړخيزه رابطې زياتې شي۔ هغه ووئيل موجوده حکومت وګړو ته د غوره طبي سهولتونو برابر??لو لپاره ګامونه پورته کوي ٬ په ګرد هېواد كښې وګړو ته د رنګ او نسل فرق نه لرې صحت كارډ وركولې شي۔ سپيكر ووئيل د بېلو هېوادونو نه راغلې د هندو ي??تريانو پلاوي ته هركلې وايم۔ د قومي اسمبلۍ غړي ډاكټر رميش كمار پارليمنټ هاؤس د راتللو په مها?? د ??لاوي په تود هركلي ك??لو د سپيكر مننه وكړه۔ هغه ووئيل د اقلیتوں د حقونو تحفظ لپاره د سپيكر د كسټوډين آف دي هاؤس كردار د ستائنې وړ دې۔ هغه د مذهبي سېلګرۍ ودې له د حكومت د پورته كړې ګامونه ستائنه ك??لو سره ووئي?? د ??ذهبي سېلګرۍ ودې سره به د مذهبونو ترمينځه همغږي زياته شي
پاكستان كښې اقليتونه بشپړه آزادي لري٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز