آستانه 12اکتوبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان او آذربائيجان ترمينځه د توان په څانګه كښې نزدې مرستې ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړولو سره وئېلي دي د توان څانګې ته موجوده حكومت پام لرنه كوي ٬ دغسې وزيراعظم او د آذربائيجان صدر د دواړو هېوادونو ترمينځه د توان په څانګه كښې د مرستې په اړه خبرو اترو لا تندولو ته اتفاق كړے۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي پرېس رېليز له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د سيكا كنفرنس شپږمې مشرانو غونډې په موقع د آذربائيجان صدر الهام عليوف سره ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د تجارت٬سرمايه كارۍ٬تعليم٬انفارمېشن ټېكنالوجۍ٬سېكورټي٬كركيلې٬رابطې او د توان په څانګو كښې د مرستې لا زياتولو لپاره د نزدې او دوه اړخيزه اړيكو جاج واخست۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وزيراعظم صدر عليوف په پاكستان كښې د سيلاب له امله د ځپليو بحالۍ او د غېر معمولي موسمياتي بدلون په سبب د قدرتي آفت څخه د تباه شوي روزګار بحالۍ لپاره د حكومتي هڅو څخه هم خبر كړو۔وزيراعظم ووئيل د سېلاب له امله ولاړو فصلونو ته رسېدلے او د دې له امله په هېواد كښې د خوراك د كمي خطره زياته شوې۔د دې خطرې څخه بچ كېدو او په هېواد كښې زرعي پیداوار بحالۍ لپاره د يوريا درآمد ته اړتيا وه۔د آذربائيجان صدر په دې لړ كښې د خپلې بشپړه مرستې باور وركړو۔وزيراعظم شهباز شريف په جمو او كشمير د آذربائيجان كوټلے موقف او د جمو كشمير په اړه د او آئي سي رابطه ګروپ غړي په حېث د قدر وړ كردار وستائېلو۔دواړو لارښودو د شريكې مرستې په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مصروفيات تندولو له د خپل عزم پخلے وكړو او رابطې٬تجارت او سرمايه كارۍ ته ودې وركولو لپاره ئې د مختلف اقدامات پیشرفت جاج واخست۔وزيراعظم د توان په څانګه كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه نزدې مرستې ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو كومه چې د حكومت لپاره اعلٰی ترجيحي څانګه ده۔وزيراعظم د پیټروليم وزيرمملكت د آذربائيجان او پاكستان ترمينځه د توان مرستې لپاره فوكل پرسن نامزد كړے چا چې تېره مياشت د باكو دوره كړې وه ۔دواړه لارښودوو د دواړو هېوادونو ترمينځه د توان په څانګه كښې په مرسته پخبرو اترو كښې تندي راوستلو ته هم اتفاق كړے ۔ دغس ېوزيراعظم شهباز شريف سيمه ايزې رابطې مخ په وړاندې بوتللو له د مشرانو په كچه د مشاورت تجويز وركړو د كوم چې مثبت ځواب وركړے شو۔ستمبر 2022 كښې سمرقند٬ازبكستان كښې د شنګهائي مرستې تنظيم غونډې نه پس د دواړو لارښودو دا دوهم ملاقات ؤ كوم چې د پاكستان او آذربائيجان ترمينحه د همغږۍ عظيم روايت برقرار ساتلو٬ ګڼ اړخيزه اقتصادي رابطو او مرسته متحرك كولو له يوه بله د نتيجې وړ موقع وركړه۔
وزيراعظم محمد شهباز شريف د سيكا كنفرنس شپږمې مشرانو غونډې په موقع د آذربائيجان صدر الهام عليوف سره ملاقات٬د پاكستان او آذربائيجان ترمينځه د توان په اړه نزدې مرستې ته د ودې وركولو په حاجت زور
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب