اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ(ن) مركزي لارښودې مرېم نواز وئيلي دي د پخواني وزيراعظم عمران خان د لېونتوب دا آخري حد دے، د دغسې ذهنيت لرونكے كس آزاد ګرځيدل ښه نه دي، عمران خان څخه د اقتدار اخستو نه پس د هغه هوش او حواس ختم شوے ٬ كومه كرسۍ او مينډيټ چې د عمران سره ؤ هغه جعلي و ؤ، هغه جعلي اقتدار ؤ۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ اسلام آباد هائي كورټ ته د وړاندې كيدو نه پس ميډيا سره په خپلو كښې وكړه۔دې ووئيل عمران خان په اقتدار او حزب اختلاف دواړو كښې ناكام شوے ،عمران خان د خپلې ناكامۍ ملبه په اولس اچول غواړي، دېووئېل څوك جې د وېش خبرې كوي د هغه په خله كښې خاورې ،عمران خان دې اووائي چې د چا په ايجنډا كار كوي،وړاندې ئې د كشمير د درې برخي كيدو شوشه پرېښې وه نن ئې د پاكستان د درې برخي كيدو وئېلي ، دې ووئېل ټولو ته معلومه ده چې د څومره قربانو نه پس پاكستان جوړ شوے، ان شاء الله د عمران خان ګوند او سياست به درې سوه برخي شي، دې ووئېل درې ځل د نواز شريف څخه اقتدار اخستلے شوے ، كله هم كوم سياسي ګوند د هېواد د درې برخي كيدو خبره نه ده كړې۔ هر څو چې سياستمدارو د زندان تكليفونه زغملي، مرېم نواز ووئيل نواز شريف د اقامې په بنياد وېستلے شوے ؤ،د نواز شريف په وړاندې د هغه لور نيولې شوې وه،نواز شريف په ډيتھ سيل كښې ساتلے شوے ؤ ، نواز شريف خپله ناروغه كور ودانه په روغتون كښې پرېښې وه او هېواد ته راغلے ؤ۔ده ووئيل عمران خان د رانا ثنا الله د يرې پېښور كښې پټ شوے ، د خېبرپښتونخوا حكومت په وسائلو ناست دے، ليډر د اولس د يو كولو خبرې كوي نه چې د بېلتون ، دې ووئېل د اتومي هېواد د رول بيك كولو شوشه وړاندې هم پرېښودې شوې وه،نړيوالې ادارې سره مركه كښې ئې هم د اتومي پروګرام رول بيك كولو وئيلي و ؤ،اتومي پروګرام كښې د عمران خان څه كردار دے ؟ ، دې ووئېل اتومي پروګرام ذوالفقار علي بھټو پيل كړے ؤ او چاؤدنې نواز شريف كړې وې ،كله چې چاؤدنې كيدلې هغه وخت عمران خان بهر ناست ؤ، مريم نواز ووئيل پوځ له د سمې پريكړې مشوره وركړې شوې
د پاكستان تقسيم خبرې كونكي په خله كښې خاورې ، د عمران خان ګوند او سياست به درې برخي كېږي،د مسلم ليګ(ن) لارښودې مرېم نواز ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : bolão lotomania