اسلام آباد 06 جولائی (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیري مرېم اورنګزیب وئيلي دي عمران نیازی او د هغه ډله د پنجاب غریب اولس څخه د ریلیف اخستو هڅه كوي،د برېښنا وړوكو صارفینو له ریلیف وركول د پنجاب حكومت د بجټ برخه ده، دا پرمختيائي سكيم نه دے،د دې لپاره فنډز بيل شوے ، پی ټی آئی د دې ریلیف په ضد الیكشن كمېشن ته په پټیشن وړولو دا ریلیف ختمول غواړي، عمران نیازی پخپله څلور كاله اولس له ريليف نه دے وركړے،هغه د اولس ويني څښلي دي،نن هغه الیكشن كمېشن ته وائي دا ريليف دې بيرته واخستلے شي، عمران خان بايد شرم وكړي ٬ د اولس په ریلیف هغه سياست كوي۔د شورو په ورځ پرېس انفارمېشن ډیپارټمنټ كښې پرېس كنفرنس ته وينا كښې وفاقی د اطلاعات وزيرې ووئيل تېر حكومت تر څلور كاله د خپلي نالائقۍ، نااهلۍ او غلا د لارې په ټولو څانګو ډاكې اچولې،هغه د هېواد معیشت تباه كړے، د اولس روزګار ئې ختم كړے،اولس له هيڅ ډول ریلیف نه دے وركړے شوے ۔دې ووئيل د عمران خان حكومت اولس ته د يو كروړ نوكرو وركولو او د 50 لكهه كورونو جوړولو خوب ښودلو نه پس تښتيدلے ، هغه په 90 ورځو كښې د كرپشن ختمولو خوب له تعبير ياد كړے ؤ خو پخپله ئې تاريخي غلاګانې كړي، دې ووئېل كومه داسې څانګه نشته چې پكښې غلا ٬ ډاكه او د هیرو او جواهرات اخستو قېصې نه وي ،په تېر دور كښې به د افسرانو تبادلې او تقرری هم په روپو كيدلې ، دې ووئېل عمران خان تر څلورو كالو په اولس مسلط ؤ،دا هغه وزیراعظم ؤ كوم به چې وئيل د ډالر د بيعې څخه په ټي وي خبرېږم ، عمران خان به وئيل ګراني كمول زمونږ كار نه دے او زه د څيزونو بيعو كتلو له نه يم راغلے ، مريم اورنګزېب ووئېل نن هغه كس په ګرانۍ ليكچر وركوي كوم چې پخپله د دې ګرانۍ ذمه وار دے۔دې ووئيل عمران خان څلور كاله د احتساب لیكچر وركولو،د دروغو تورنه به ئې لګول ٬ هغه سياسي انتقام اخستو ، عمران خان د ماسټر مائنډ بشریٰ بی بی په وېنا د بهرني سازش بیانیه وړاندې كړې ، دې ووئېل د عمران خان رویه دا ده چې څوك هم په هغې تور ونه لګوي یا كرپشن ثابت نه كړي، وړاندې هم هغه خپلو سیاسی مخالفینو له سزاګانې وركولې او د شريفې كورنۍ ټول كسان ئې په زندان كښې اچول ، د عمران خان هغه رويه نن هم هغسې ده۔دې ووئيل د پنجاب پشمول د وفاق ټولو برخو عمران خان مسترد كړے ،ځكه د هغه د لس لكهه كسانو راجمع كولو دعویٰ اوس لس زرو ته راغلې۔د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د پنجاب حكومت سكیم د الیكشن كمپین برخه نه دے، دا د يوې مياشت لپاره نه دے ،دا يو پوره ریلیف پیكیج دے څوك چې تر سل يونټه برېښنا كاروي هغه صارفینو ته به دا ريليف ترلاسه كېږي۔ دې ووئېل پنجاب كښې هم په دې وجه د بجټ وړاندې كولو اجازه نه نه وركړې كېده، د تاخیر كولو هڅه به كيده چې چرته اولس ته ريليف ترلاسه نه شي۔ دې ووئيل دا د لوي څښتن كرم دے چې اولس ته ريليف وركړے كېږي۔دروغجنو او نااهلو له لوي څښتن د دې كار توفیق نه وركوي۔د الاعات وزيرې ووئيل لوي څښتن دې هغه ته هدایت وكړي دغسې چې هغه نور د اولس سره داسي ونه كړي۔د يوې بلي پوښتنې په ځواب وفاقی وزیرې ووئيل پی ټی آئی په قرض ترجمان ساتلے ؤ كوم چې اوس ذاتیات كول ، هغوي د اصل موقف بیانولو لپاره هيڅ نه لري۔دې ووئيل مونږ به چا له هم د اولس په حق د ډاكه اچولو اجازه ورنه كړو۔ د پیمرا په اعلیٰ عهدو تعیناتی په اړه د يوې پوښتنې په ځواب د اطلاعات وزيرې ووئيل په دې كار پيل شوے ،ډيره زر به تعیناتۍ وكړې شي۔د يوې بلي پوښتنې په ځواب دې ووئيل د نېشنل سیكورټی كمېټۍ د اړخه پریس ریلیز جاری كړے شوے په هغې ټول ګوندونه متفق دي
عمران نیازی او د هغه ډله د پنجاب غریب اولس څخه د ریلیف اخستو هڅه كوي،د برېښنا وړو صارفینو له ریلیف وركول د پنجاب حكومت د بجټ برخه ده، دا پرمختيائي سكيم نه دے ۔مرېم اورنګزیب
مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil