اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي)د مواصلات او پوسټل سروسز وفاقي وزير مولانا اسعد محمود وئېلي دي د پاكستان د آزادۍ په 75 كاله پوره كېدو د ډاك محكمې لخوا د يادګاري ټكټ د اجرا په دستوره كښې ګډون زما لپاره د اعزاز خبره ده۔ پاكستان پوسټ د هېواد آزادۍ٬خپلواكۍ او پرمختګ لپاره تل مثبت كردار ترسره كړے٬نن د خپل لوظ د پخلي ورځ ده٬مونږ به خپل روايات برقرار ساتلو له د صارفينو خذمت ترسره كوو۔د سروسز بهترۍ سره به اداره ګټوره جوړوو۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ د ډائمنډ جوبلي دستورو په لړ كښې د ډاك يادګاري ټكټ اجرا دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔دا دستوره د اسلام آباد په پوسټل سټاف كالج كښې وشوه۔وفاقي وزير د ډائمنډ جوبلي په موقع قام ته مباركي وركړه او وې وئېل د دې عزم څرګندونه كوو چې د ډاك محكمه به د هېواد په معاشي او اقتصادي پرمختګ كښې ځانګړے كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د پاكستان پوسټ لخوا د ډاك يادګاري ټكټ جاري كولې شي كوم چې يو خوشبينه اقدام دے٬په دې د ډاك محكمې او د مواصلات وزارت ته مباركي وائيم۔ده ووئيل پاكستان پوسټ د هېواد په پرمختګ كښې كردار ترسره كړے۔ دغسې دستورې ته د مواصلات وفاقي سېكرټري كېپټن(ر)خرم آغا او د پاكستان پوسټ ډائرېكټر جنرل رانا احسن اختر هم وېنا وكړه
پاكستان پوسټ د هېواد آزادۍ او پرمختګ لپاره تل مثبت كردار ترسره كړے۔مولانا اسعد محمود
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina