اسلام آباد۔5مئی(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره د مركزي علماﺀ كونسل (پنجاب) سېكرټري جنرل حافظ مقبول احمد د شورؤ په ورځ خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښی د مسلمانانو ترمينځھ يووالي او د تحفظ حرمت رسول (ص) په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د مرکزی علماء کونسل سېکرټری جنرل حافظ مقبول احمد په نړيوالو فورمونو د اسلاموفوبیا مخ په زياتېدونكي رجحان په ضد د فعاله غږ په پورته كولو او د تحفظ حرمت رسول (ص) بېرغ په هسك كولو خارجه وزير ته مباركي وركړه۔ حافظ مقبول احمد خارجه وزير د تحفظ عقیدہ ختم نبوت او تحفظ ناموس رسالت (ص) په لړ كښې د مركزي علماﺀ كونسل هڅو نه خبر كړو۔ مخدوم شاہ محمود قرېشی ووئيل عقیده ختم نبوت هغه بنيادي عقيدو كښې ده په كومو چې د امت اتفاق او قطعي اجماع ده۔ هغه ووئيل فرقه واریت ختمولو او د مسلمانانو ترمينځھ يووالي له د علماﺀ كرامو كردار ډېر مهم دے
خارجه وزير سره د مركزي علماﺀ كونسل (پنجاب) سېكرټري جنرل ملاقات
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ