دوشنبے16ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي ديد وزيراعظم اكنامك وژن له مخې سي پېك د مېنځنۍ اسياء رياستونو سره تړل غواړو، د افغانستان په معامله وړاندې هم مونږ په اسيائي رياستونو زور رواړے۔ د زيارت په ورځ ميډييا سره په خبرو كښې ده ووئيل ازبکستان سره د ټرانس مزار شريف رېل او روډ نېټ ورك منصوبې له مخې مونږ ګوادر او كراچۍ د مراز شريف د لارې وړومبے تاشقند او د دغې نه پس دوشنبے او قازقستان سره تړل غواړو۔ ده ووئيل د مېنځنۍ آسياء ټول رياستونو به د دې منصوبې له مخې رېل او سړك سره وترلې شي او ټوله منظر نامه به بدله شي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل مونږ هيله لرو چېافغانستان كښې به وضعه ښه شي، د قازقستان صدر سره د وزيراعظم په ملاقات كښې هم د افغانستان په صورتحال خبرې شي، وزيراعظم وئيلي دي چې افغانستان خو يا استحكام پلو لاړ شي او يا په بشپره توګه زيان پلو۔ ده ووئيل كه نړيواله ورورولي په افغانستان كښې طالبانو سره په اېګرېمنټ كولووچلېږي نو دې سره به افغانستان او نړۍ ته ګټه ورسي۔ ده ووئيل كه مونږ افغانستان په موجوده صورتحال كښې په لار كښې پرېښودو نو دې سره به مسئلې راپېدا شي
د وزيراعظم اكنامك وژن له مخې سي پېك د مېنځنۍ اسياء رياستونو سره تړل غواړو٬ هيله لرو چې په افغانستان كښې به وضعه ښه شي۔ د چوهدري فواد حسين په دوشنبے كښې مېډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ