اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي﴾ د خاركه دفتر وياند عاصم افتخار وئيلي دي چې په يوكرېن، هنګري، پولېنډ او رومانيه كښې د پاكستان سفارتخانو په شريكه د ګل تر ورځ 676 پاكستاني وګړي د يوكرېن څخه په حفاظت ويستلي دي. د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې د خارجه دفتر وياند ووئيل چې په يوكرېن كښې د بحران پېل كېدو نه وړاندې د پاكستان سفارت پاكستاني وګړو او زده كوونكو لپاره اېډوائزري جاري كړې وه. ده ووئيل چې د پاكستان ټولنې 4000 كسان په يوكرېن كښې وو ، د بحران په وخت 3000 زده كوونكي په هېواد كښې موجود وو. ده ووئيل چې د فرورې په 24مه نېټه چې كله بحران پېل شو نو په لويه شمېره پاكستانيانو د وړاندې يوكرېن پريښې و او پاكستان او نورو هېوادونو ته تللي وو. ده ووئيل چې په دې وخت كښې په يوكرېن كښې يوازې 700 پاكستاني زده كوونكي او د پاكستانې ټولنې يو څو سوه كسان پاتې شوي دي
په يوكرېن، هنګري، پولېنډ او رومانيه كښې د پاكستان سفارتخانو په شريكه د ګل تر ورځ 676 پاكستاني وګړي د يوكرېن څخه په حفاظت ويستلي دي. د خاركه دفتر وياند
مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria