اسلام آباد ۔1مئی(اے پی پی) د حكومت لخوا د ګرانۍ د لاسه ځپلې شوي اولس ته ريليف وركولو له د رمضان پېكج لاندې د پنجاب او خېبر پښتونخوا او وفاقي پلازمينې دوه كروړه 30 لكه څخه زياتو كورنيو مفت آټا سكيم څخه استفاده وكړه۔ وزیراعظم شهباز شریف د روژې مقدسې مياشتې پېل كېدو څخه څو اوونۍ وړاندې ??عل??ن كړے وو چې د پنجاب حكومت به 18.5 ملینه او د وفاقي پلازمينې 185,000 كورنيو ته وې??يا اوړه وركوي۔ د دې سكيم پېل څخه وړاندې وزيراعظم اړوندو چارواكو سره پرله پسې ملاقاتونه وكړل دغسې چې د روژې په مياشتې د مستحق وګړو ترمينځه د اوړو وې??يا وېش باوري كړې شي۔ د وزیر اعظم د هدايت له مخې اړوندو چارواكو مستحقينو لپاره د آسانيو برابرول?? په لړ كښې بشپړه انتظامات وكړل۔ 25 شعبان څخه پېل شوې دا سكيم د روژې مياشتې تر پايې روان پاتے شو۔ په پنجاب كښې د اوړو وېش د 8500 یوټېلېټي سټورز سره سره په ګرده صوبه كښې د جوړ كړې شويو 20,000 ډسټری بیوشن پوائنټس د لارې وكړې شو۔ د پنجاب حكومت د شمېرو له مخې په ګرد پنجاب كښې د اوړو نزدې 43.93 ملین تروړې ووېشلې شوې چې ورسره 17.69 كورنيو ته ګټه وروسولې شوه۔ د اوړو وېش سكيم څخه په پنجاب كښې اوسېدونكو د کے پی، آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان خلقو هم استفاده وكړه۔ دغسې د خېبرپختونخوا نزدې 5.23 ملینه كورنۍ د خېر ښېګړې دې سكيم څخه مستفيد شوې۔ وزيراعظم د وېش عمل سپېځلتيا باوري كولو له د پنډۍ ٬ سرګودھا، بهاولپور، لاهور، قصور، ډېرہ غازی خان او مظفر ګړھ په شمول په ګرده صوبه كښې د اوړو وېش له د ټاكلې شويو ځايونو ناڅاپي دورې وكړې٬ وزيراعظم دغلته وګړو سره خبرې وكړې د هغوي مسئلې يۍ واورېدې او د هغې حل كولو له يۍ په موقعه هدايات جاري كړل۔ د اوړو د وېش يو مركز دورې په مهال وزيراعظم ووئيل د مشرانو او معذوره وګړو دې زيات خيال وساتلے شي٬ مېرمنو ا?? په خاص توګه ماشومانو سره راغلې مېرمنو لپاره دې خاص انتظامات وكړې شي۔ وزيراعظم به په دې خبره زيات زور راوړو چې دا بايد يوازې سركاري فريضه ونه ګڼلې شي بلكې د پاك پروردګار رضا ترلاسه كولو له دې دا كار وكړے شي۔ وزيراعظم ووئيل په 75 كلونو كښې په اولني ځل وې??يا اوړه ووېشلې شؤ۔ د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب په يو ټويټ كښې ووئيل د روژې مباركه مياشت كښې په پنجاب، خېبرپختونخوا ، سندھ او اسلام آباد كښې د كروړون?? په شمېر وګړو ته د ګرانۍ په دې دور كښې پوره سپېځلتيا او ايماندارۍ سره وې??يا اوړه وركړې شول۔ دې ووئيل وزيراعظم په خپله د دې عمل نګراني وكړه۔ دا خبره دې ياده وي چې حكومت په دې لړ كښې د خبرتيا يو بشپړ مهم چلولے و?? په كوم كښې چې خلقو ته وئيلې شوې وو چې هغوي دې خپل اهليت د بینظیر انکم سپورټ پروګرام په 8717 هیلپ لائن لمبر ولېږي ولې چې ډېټا بي آئي اېس پي سره منسلك ده۔ رجسټرډ كورنۍ به په يوه مياشت كښې د 30 كلو اوړو ترلاسه كولو اهل وې۔ وزیراعظم وروستو ??عل??ن وكړو چې كوم وګړي رجسټرډ نه وي هغوي هم دې سكيم څخه استفاده كولې شي۔ دا اقدام د هېواد د تاريخ تر ټولو لويې پېكج په توګه وستائلې شو چې ثبوت يۍ د اوړو درې تروړې ترلاسه كوؤنك?? په مخونو د خوشحالۍ آثارو څخه ښكاره معلومېدو۔
د حكومت مفت آټا سكيم څخه د پنجاب ٬ خيبر پښتونخوا د 2 كروړه 30 لكھه څخه زياتو كورونيو استفاده ٬ سپيځلتيا باوري كولو له وزيراعظم پخپله نګراني وكړه ٬ طاهر چوھدری
مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر