اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس نور 2 زره 60 كېسونه رامخې ته شوي دي او په ټول هېواد كښې نور 42 كسان په حق رسېدلي دي چې پكښې 17 كسان په وېنټي لېټرو وو، د تېرو 24 ساعتونو په مهال د پنجاب نه پس زيات مرګونه په سندھ كښې شوي دي. د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر لخوا جاري شويو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 44 زره 958 ټېسټونه شوي دي. د كورونا څخه د ښه شويو كسانو شمېره 11 لكه 57 زره 322 ته رسېدلې. په هېواد كښې د كورونا د فعاله كېسونو شمېره 50 زره 42 ده او د ټولو ځپليو شمېره 12 لكه 36 زره 888 ته رسېدلې. په هېواد كښې د كورونا په وبا كښې تر اوسه 27 زره 524 كسان په حق رسېدلي دي.تر اوسه په ټول هېواد كښې د كورونا يو كروړ 91 لكه 47 زره 75 ټېسټونه شوي دي. د هېواد په 640 روغتونونو كښې د كورونا 4 زره 503 رنځوران تر معالجه لاندې دي.
د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس نور 2 زره 60 كېسونه رامخې ته شوي دي. نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ پاکستان