اسلام آباد 15مارچ (اے پی پی) د وزيراعظم د قامي سلامتيا صلاحكار معيد يوسف وئېلي دي د هند لخوا پاكستان كښې د جديد سپر سونك مېزائل راپرېوتو په غبرګون كښې مونږ د تاؤ تريخوالي نه بچ كېدو لپاره د ذمه وارۍ څرګندونه كړې٬هند د يو غېر ذمه وار او د ناقابل اعتبار رياست كردار ترسره كړے٬په دې سخت صورتحال كښې د هند غبرګون د اندېښنې وړ دے۔د نهې په ورځ په خپل ټوېټ كښې ده وئيل هند يو ځل بيا ادعا كړې چې د مارچ په 9مه نېټه په پاكستان كښې فائر كړے مېزائل يوه حادثه وه٬د ثبوت نه بغېر دا ساده وضاحت ناكافي دے او بايد نړۍ ته د قبلولو وړ نه دے ۔ده ووئيل د شريكو پلټنو د لارې د مطلوبه پوښتنو ځواب ترلاسه كېدے شي
مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável