اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي)د وزيراعظم شهباز شريف زوي سلمان شهباز وئېلي دي چې د عمران خان په حكومت كښې شريف كورنۍ بدترين انتقامي كاروائيو سره په نخښه كړې شوه خو لوے څښتن مونږ ته عزت او كاميابي راكړې٬ د برتانيې اېن سي اے ادارې زما او د وزيراعظم شهباز شريف په ضد پلټنې كړي او 18 مياشتې پس يۍ وئېلي چې د كرپشن كوم ثبوت نشته۔د نهې په ورځ اسلام آباد هائي كورټ ته د وړاندې كېدو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې سلمان شهباز ووئيل چې الحمدالله نن زه څلور كاله دوه مياشتې پس خپل وطن ته بېرته راغلم او كورټ ته مخامخ شوے يم۔ ده ووئيل چې په تېرو يو څو كلونو كښې چې كومه تماشا عمران خان جوړه كړې هغه ټولې نړۍ كتلې۔ په داخله وفاقي وزير رانا ثناﺀالله د هيروئن د دروغو مقدمه جوړه كړې شوه چې پكښې د لوے څښتن په فضل هغه بري شوې دې۔ ده ووئيل چې اوس زه ګڼم چې دلته فيئر ماحول دې۔ده ووئيل چې پخواني وزيراعظم عمران خان د برتانيې مثالونه وركوي 18 مياشتې كيس چلولې٬زه او وزيراعظم شهباز شريف اېن سي اے انوسټيګېټ كړو او 18 مياشتې پس اېن سي اے كورټ ته تللو سره ووئيل چې د كرپشن كوم ثبوت نشته٬چرته لاړې هغه مني لانډرنګ او 500 ارب روپۍ؟۔سلمان شهباز ووئيل چې په خېبرپښتونخوا كښې د چورلكې د پيسو د حساب نه كولو بل وړاندې كړې شوې٬خېبرپښتونخوا كښې د كال 2008 څخه چې كوم كېدل هغه ټول د كرپشن يو داستان دې
د عمران خان په حكومت كښې شريف كورنۍ د بدترينو انتقامي كاروائيو دلارې په نخښه كړې شوه خو لويے څښتن مونږ كامياب وګرځولؤ ٬ د سلمان شهباز اسلام آباد هائي كورټ ته د وړاندې كېدو نه پس خبريالانو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : گولڈ رش