اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي وزيراعظم د خپل ګوند د قامي او صوبائي اسمبليو غړو غونډه نن رابللې ده ٬د وزيراعظم په مشرۍ كښې به غونډه نن كېږي۔د زيارت په ورځ په خپل يو بيان كښې د اطلاعات وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي وزيراعظم به د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړو سره په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې كاروائيو جاج اخلي۔د سېلاب ځپليو رېسكيو٬رېليف او بحالۍ په اقدامات٬ګيلو او د دغې په ازاله به مشاورت كېږي۔دې ووئيل وزيراعظم د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړو ته د سېلاب ځپليو رېليف په كارونو كښې د مرستې سپارښتنه كړې وه ٬په دې به د عملدرآمد جاج اخستلے شي۔وزيراعظم د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړي پخپلو سيمو كښې د مرستې د كارونو نګران مقرر كړي۔د غونډې مقصد د سېلاب ځپليو لپاره د مرستې په كاروائيو كښې د حلقو د اشتراك عمل لا ښه كول دي
وزيراعظم د خپل ګوند د قامي او صوبائي اسمبليو د غړو غونډه نن رابللې۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا