سمر قند 15 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم مح??د شهباز شريف ?? زيارت په ورځ د ازبكستان دورې په مهال د هوائي اډې څخه نېغ سمرقند كښې د حضرت خضر كمپليكس ته لاړو او د ازبكستان باني رهنما اسلام كريموف په مزار ئې حاضري وكړه۔په دې موقع د ازبكستان ا??لي قيادت، د دفاع وزير خواجه آصف او د خزاني وزير خزانه مفتاح اسماعيل هم هغه سره ملګري وو۔وزير اعظم د ازبكستان باني اسلام كريموف په مزار فاتحه خواني وكړه۔ د 8مي پيړۍ دا جوړ مسجد د خضر فن تعمير ښه شاهكار دے۔دا خبره دې ياده وي وزيراعظم مح??د شهباز شريف ?? شنګھائي مرستي تنظيم مشرانو كلني غونډه كښې ګډون لپاره په دوه ورځنۍ دوره سمرقند ته رسيدلے ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ جاري بيان له مخې دورې په مهال به وزيرِاعظم د تاجكستان صدر امام ??لي رحمن او ازبكستان صدر شوكت مرزيوف او روس صدر ولاديمير پيوټن سره جلا جلا ملاقاتونه كوي۔وزيرِاعظم به د ايران صدر ابراهيم رئيسي، د بيلا روس صدراليګزينډر ګريګوري-وچ لوكا-شينكو او د كرغستان صدر سيدر جاپاروف سره هم ملاقاتونه كوي۔ وزيرِاعظم به د ازبك صدر د اړخه د بيلو هېوادونو مشرانو په اعزاز كښې د ماسخښتن ميلمستياﺀ كښې هم ګډون كوي۔د ميلمستياﺀ نه پس به وزيرِ اعظم د تركيې صدر رجب طيب اردګان سره ملاقات كوي
وزيراعظم محمد شهباز شريف په حضرت خضر كمپليكس كښې د ازبكستان باني لارښود اسلام كريموف په مزار حاضري او فاتحه خواني
Blackjack Fortune VIP Login Link
مضمون کا ماخذ : números quina hoje