اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) وزير??عظ?? محمد شهباز شريف په ګوادر فري زون كښې د سرمايه كارۍ كوونكو كمپنو مسئلو حل كولو لپاره كمېټي جوړه كړې او هدايت يې كړے چې په هېواد كښې د غېر ملكي سرمايه كارۍ په لار كښې پراته ټول خنډان په سم??ستي توګه لرې كړئ۔د ګل په ورځ د وزير??عظ?? دفتر مېډيا څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي وزير??عظ?? شهباز شريف دا خبرې په خپله مشرۍ كښې په هېواد كښې د سرمايه كارۍ په اړه د لوړې پاې غونډې ته په خپله وېنا كښې وك??ې۔??ه غونډه كښې وفاقي وزيرانو مفتاح اسماعيل٬چوهدري سالك حسېن٬خاص مرستيالانو طارق فاطمي٬ظفرالدين محمود او اعلٰی چارواكو ګډون كولو۔په غونډه كښې وزير??عظ?? كمېټۍ ته په لسو ورځو كښې دننه د تفصيلي رپورټ او سفارشات د وړاندې كولو هدايت وكړو۔وزير??عظ?? ووئيل د چين سرمايه كار كمپنو ته دې په ترجيحي بنيادونو آسانې وركړې شي۔د چينائي كاركنانو د ويزې مسئلې دې ح?? كړی شي۔وزير??عظ?? ته د توان٬انفراسټركچر٬رېلوے٬پورټ انفراسټركچر او په نورو پروژو كښې د لس اربه ډالرو په سرمايه كارۍ كښې د خوښي لرونكو كمپنو په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔غونډې ته ووئيل شول په وړومبي پړاؤ كښې په سم??ستي توګه د يو نه تر دوه ارب ډالره د سرمايه كارۍ هيله ده۔د دې نه علاوه دې پروژو سره به نه يواځې د روزګار 45 زره نه زياتې موقعې راپیدا شي بلكې د كاروبار آسانيو په اړه به په انډېكس كښې بهتري هم راشي۔وزير??عظ?? د دې پروژو په اړه د سرمايه كارۍ بورډ٬د منصوبه بندۍ وزارت او د خزانې وزارت ته په شريكه مرسته د يو جامع پلان جوړولو امر هم وكړو۔
د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې غونډه٬په ګوادر فري زون كښې د سرمايه كارۍ كوونكو كمپنو مسئلو حل كولو لپاره كمېټي جوړه كړې شوه
Blackjack Diamond VIP Reputation Platform
APP01-150822
ISLAMABAD: August 15 – Prime Minister Shehbaz Sharif chairs a meeting on Strengthening Investment in Pakistan. APP
مضمون کا ماخذ : رومن دولت