ملګري ملتونه 27 ستمبر (اے پي پي) پاکستان د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) څ??ه غوښتنه كړې چې د کشميريانو ستونزو لرې كولو او د ملګرو ملتونو قرارردادونو له مخې د كشمير كشالې هواري لپاره خپلې هڅې ګړندۍ كړي دغسې چې كشميريانو ته د ھغوي د خپلواكۍ حق ترلاسه شي۔ ?? ملګرو ملتون?? د ??مومي اسمبلۍ 79مې غونډې په مهال د جمو و كشمير لپاره د او آئي سي رابطه ګروپ غونډې ته خپلې وېنا كښې ده په او آئي سي زور راٶړو چې د څو لسيزو راهسې د كشمير حل طلب مسئلې له كوټلې اقدامات وكړئ۔ ده ووئيل او آئي سي او غړو هېوادونو له خپله مخ ملازه كارولو سره په هند زور راٶړل پكار دي چې ھغوې په كشمير كښې د بشري حقونو صورتحال ښه كړي٬ سياسي بنديوان خوشې كړي٬ سخت هنګامي قوانين منسوخ كړي٬ په آبادۍ كښې تعينات عسكر لري كړې او د ملګرو ملتون?? د ??لامتي كونسل په اړوندو قراردادونو عمل درامد وكړي۔ ?? او آئي سي رابطه ګروپ غونډې مشري د تنظيم سيکرټري جنرل حسېن براهيم طحٰه كوله٬ په غونډه كښې د تركيه نائب وزير خارجه نوح يلماز٬ د آذربائيجان نائب خارجه وزير النور ممدوف، د سعودي سفير هيثم العالکي او نائجر د خارجه وزارت د انټرنېشنل ارګنائزېشن ډائريکټر حما کنسائے سليماني سره سره د نړيوال كشمير آګاهي فورم سيکرټري جنرل ډاکټر غلام نبي فائي د جمو و کشمير اولس د حقيقي نمائنده په حېث ګډون وكړو ۔ د ګروپ غړو د كشمير كاز ملاتړ وكړو او د هند او پاكستان ترمېنځه د شخړې په سوله ايز حل يي زور راٶړو۔ د دفاع وزير ووئيل په تېرو 77 كالو كښې هند په جمو و كشمير خپله قبضه مستحكمولو لپاره بېلې طريقې ازمائېلي خو د پنځم اګست اقدام كشمير د هند برخه جوړول او كشميريان په بې اختياره كميونټۍ د بدلولو زيات سخت اقدام دے۔ ده ووئيل هغوي د پنځم اګست نه تر اوسه قانون سازۍ سره سره يو شمېر داسې عدالتي او انتظامي اقدامات كړي چې مقصد يي د کشمير آبادياتي ډھانچه او سياسي منظر نامه بدلول دي٬ چې پكښې په انتخابي حلقه جات كښې بدلون او غېر كشميريان په كشمير كښې ابادول٬ په ووټر لسټ كښې د بهر كسان شاملول او هغوي له ډوميسائل سرټيفکيټ وركول شامل دي٬ د دې نه علاوه د هند حكومت ليفټيننټ ګورنر ته په انتظامي چارو كښې نور اختيارات وركړي ٬ د زمكو د ملكيت په اړه نوې قوانين معرفي كړې شوي۔ ??ه غړو ته ووئيل چې د هند واكمنو په مقبوضه سيمه كښې اختلاف رائے ختمولو لپاره پبلک سيفټي ايکټ (PSA)، آرمډ فورسز سپيشل پاورز ايکټ (AFSPA) ا?? د ??ير قانوني هلو ځلو (مخنيوي ) اېكټ (UAPA) غوندې بېلك لاء نافذ كړې چې په سبب ئې په سيمه كښې يره او ترههې ماحول مخې ته دے۔ ده ووئيل د 5م اګست كال 2019 نه تر اوسه 914 كشميريان شهيدان او 2447 ژوبل يا تشدد سره مخ كړې شوې ا?? د ??ې نه علاوه د سياسي بنديوانو شمېره په زرګونو كښې ده٬ د كشميري كاركنانو زمكې د سزا په توګه ضبط كېږي ده ووئيل د هند واكمنو د يو اے پي اے اېكټ له مخې په جمو و كشمير كښې 14 سياسي ګوندونه كالعدم ګرځولي٬ په سري نګر كښې ئې د كل جماعتي حريت كنفرنس دفتر بند كړے۔ د سري نګر په تاريخي جامع مسجد كښې د تېرو 5 كالو راهسې د اختر مونځ ادا كولو اجازه نشته او وخت په وخت د جمعې په مونځ ادا كولو هم پابندي لګولې كېږي۔ده ووئېل د جومات امام او نوموړے كشميرے لارښود مير واعظ عمر فاروق په كور نظر بند دي ا?? د ??معې مونځ امامت ته يي هم نه پرېږدي٬ په ميډيا بندېز دے ا?? د ??ري نګر پرېس كلب د 2020 نه بند پروت دے٬ دغسې د جمو و کشمير بار ايسوسي ايشن ته د ټاكنو كولو اجازه نشته او پخوانے صدر مياں عبدالقيوم د مخالفانه سياسي نظرياتو په سبب نيولے شوے۔ ده ووئيل د بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو او سول سوسائټۍ په لويه كچه د بشري حقون?? د ??لاف ورزو دستاوي وړاندې كړے او په هند ئې زور راوړے چې دا خبره باوري كړي چې د ترهګرۍ مخنيوي قوانين د بشري حقونو تحفظ لپاره په كار كوٶنكو٬ سوله ايز مظاهرچيانو ا?? د ??ياسي مخالفينو په ضد كرېك ډاٶن لپاره دې ونه كارولې شي٬ د دې نه علاوه د ماورائے عدالت حراستونو تحقيقات سره دې ذمه وارو ته سزا وركړې شي۔ ??واجه آصف ووئيل پاكستان په ذمه وار ډول كار كوي او د لائن آف کنټرول د جنګ بندۍ پالنه كوي٬ د هندي مشرانو غېر ذمه وارنه بيانونه سيمه ايز امن لپاره خطر لري٬ نړيوالې ورورولۍ ا?? د ??و ائي سي رابطه ګروپ له د دې غړ?? د ??ا ډول بيانونو نوټس اخستل پكار دي كوم چې د ملګرو ملتونو د چارټر په ضد دي۔ ??ه ووئيلپه جمو و كشمير د او آئي سي اعلاميه د كشمير كاز د ملاتړ لويه ذريعه ده٬ پاكستان او كشميريان داسې قراردادونو ته ډېر اهميت وركوي۔ ??ه ووئيل او آئي سي له خپل اعلانونه په جامع اقدمات بدلول پكار دي۔
او آئي سي دې د ملګرو ملتونو قراردادونو په بنياد د كشمير كشالې هواري لپاره هڅې ګړندۍ كړي۔ د دفاع وزير خواجه آصف د او آئي سي رابطه ګروپ غونډې ته وېنا
Electronic PP official entertainment entrance
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ