دوشنبے۔30مئی(اے پی پی) د مواصلات ?? سرمايه كارۍ او نجكارۍ وفاقي وزير عبد العليم خان وئيلي ??ي كاروباري هلو ځلو او تجارت لپاره پاكستان د سېنټرل ايشيا ستره منډۍ ثابتيدې شي٬ د منځنۍ آسيا كاروباري شخصياتو لپاره د پاكستان دروازې پرانستې دي۔ د مواصلات ??زارت لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د تاجكستان مهمو كاروباري شخصياتو سره د ملاقاتونو په مهال خپلو خب??و كښې وكړه۔ په ملاقات ??ښې ټېکسټائل، فارما سوټیکل، کنسټرکشن، آئی ټی، بېنکونو او ائير لائنز سره تړون لرونكو 10 لويو بزنس ډلو ګډون وكړو۔ سرمایه كارانو پاک- تاجکستان پولې ته نزدې امپورټ/اېکسپورټ لپاره د ګډز ټرمين?? په جوړېدو كښې خوښي ښكاره كړه۔ په دې وفاقي وزير عبدالعلیم خان د پاکستان لخوا بزنس ټو بزنس هلو ځلو لپاره د هر ډول مرستې او سرپرستۍ باور وركړو۔ وفاقی وزیر ووئيل کارباری هلو ځلو او تجارت لپاره پاكستان د وسطي آسيا لويه منډۍ ثابتېدې شي۔ د منځنۍ آسيا كاروباري شخصياتو لپاره د پاكستان دروازې هر وخت پرانستې دي۔ د سرمايه كاري بورډ وفاقي وزير ووئيل ډې?? زر به د پاکستان نجي سېكټر نورو هېوادونو سره تجارت لپاره وړاندې راشي۔ ده ووئيل بهرنيو سرمايه كارو ته به پاكستان كښې اکنامک فری زون او نور مراعات ??ركوؤ۔ وفاقي وزير هيله ولرله چې د تاجكستان او پاكستان ترمينځه دوه اړخيزه كاروباري حجم به لا زيات شي۔ ده ووئيل د تاجكستان دوره زياته ګټوره پاتې شوه ٬ د پلاويو تبادله به باوري كولې شي۔ د مواصلات ??فاقي وزير په زړه پورې كوربتوب كولو د تاجك كاروباري شخصياتو او سرمايه كارو مننه وكړه۔ ده ووئي?? په تاجكستان كښې مو مېلمستيا څخه ډېر خوند پورته كړو٬ په پاكستان كښې به ستاسو كوربتوب كوؤ۔ د تاجکستان كاروباري ډلو د وفاقي وزير عبد العليم خان په پېشكش د خوشحالۍ څرګندونه وكړه۔ دوئي ووئي?? په پاكستان كښې به ډې?? زر بېلو څانګو كښې سرمايه كاري وكړؤ
كاروباري هلو ځلو او تجارت لپاره پاكستان د سينټرل ايشيا ستره منډۍ ثابتيدې شي٬ د مواصلات ٬ سرمايه كارۍ او نجكارۍ وفاقي وزير عبد العليم خان تاجك كاروباري شخصياتو سره ملاقات كښې خبرې
Wanted or Wild Entertainment official website
مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ