اسلام آباد۔6ستمبر (اے پی پی) نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وئيلي دي چې د ټېکس نېټ زياتول د حکومت په ترجيحاتو کښې شامل دي، زيان سره د مخ كارپورېشنز نجكارۍ عمل دې ټولې قانوني تقاضې ترسره كولو سره تند كړې شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان لمخې د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې د فېډرل بورډ آف ريونيو او پرائيوټائزيشن ډويژن په اړه د لوړې كچې غونډه د شورؤ په ورځ وشوه۔ غونډه كښې د خزانې او محصولات نګران وفاقي وزيرې ډاكټر شمشاد اختر ٬ د وزيراعظم صلاحكار احد چيمه ٬ د خزانې سېكتر ٬ هوابازۍ سېكتر ٬ د نجكارۍ سېكتر ٬ د اېف بي آر چيئرمېن او د نورو اړوندو ادارو چارواكو ګډون وكړو۔ نګران وزيراعظم ته د فېډرل بورډ آف ريونيو او نجکاری ډويژن د كارك??دګ?? په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل د ټېکس نېټ زياتول د حکومت په ترجيحاتو کښې شامل دي۔ ده ??وئيل فېډرل بورډ ريونيو د حكومتي مشينرۍ مهمه برخه ده۔ ده ??دايت وكړو چې ټېكس اصلاحاتو له دې ټولې اړوندې ادارې په ګډه كار وكړي۔ ده ??وئيل زيان سره د مخ كارپورېشنز نجكارۍ عمل دې ټولې قانوني تقاضې ترسره كولو سره تند كړې شي او ټول وفاقي وزارتونه دې نجكاري ډويژن سره بشپړه مرسته وكړي۔ غونډې ته د اېف بي آر چارواكو ??خوا ووئيلې شوو چې اېف بی آر د حكومت لخوا د 9415 ارب روپو وصولولو ټاكلي هدف ترسره كولو عزم لري۔ د روان كال جولائي كښې د 534 اربه روپو هدف په مقابله كښې 538 اربه او اګست كښې د 648 اربه روپو په مقابله كښې 669 اربه روپۍ وصولې كړې شوې۔ دغسې اېف بی آر د 10 لكه نوې ټېكس وركوؤنكو ??ه سسټم كښې د راوستلو ??ه هدف كار كوي۔ د روان كال په مهال يو لك 82 زره نوې كسان ټېكس وركوؤنكو ??ښې شامل كړې شول۔ غونډې ته دا هم ووئيلې شوو چې په انټېګرېټډ ټرانزټ ټرېډ مېنجمنټ سسټم هم حکمت عملی جوړولې شي۔ په کسټمز ډیجیټلائزشن كار روان دے۔ غونډې ته د نجكاري ډويژن لخوا ووئيلې شوو چې د ادارو د نجكارۍ حوالې سره به ټولې قانونې تقاضې ترسره كولې شي
د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې د فېډرل بورډ آف ريونيو او نجكاري ډويژن په اړه د لوړې كچې غونډه
Tikigoti entertainment platform link
APP70-060923
ISLAMABAD: September 06 - Caretaker Prime Minister Anwaar-ul-Haq Kakar chairs a meeting on Federal Board of Revenue and Privatisation. APP/TZD/ABB
مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado