اسلام آباد۔8مئی (اے پی پی) نن په ګرده نړۍ كښې د مېندو نړيواله ورځ لمانځلې شي٬ په مقبوضه جموں وكشمير كښې د زرګ??نو په شمېر مېندې د هندي ځواك??نو دلاسه په جبري توګه د بې دركه شويو او په بېلو زندان??نو كښې د خپلو نظر بند ځامنو راستنېدو ته سترګې په لاره دي۔ د مېندو نړيوالې ورځې په موقعه د كشمير ميډيا سروس څېړنې څانګې لخوا په جاري كړې شوي يو رپورټ ك??ې وئيلي شوي دي چې د هند رياستي ترهګري روانه ده چې په نتيجه كښې يۍ د كال 1989 څخه تر 8 مئی كال 2022 د مېرمنو او ماشومانو په شمول 96 زره 192 کشمیریي وګړي شهيد ٬ 22,960 مېرمنې كونډې شوې دي۔ هندي ځواك??نو په ياده شوې موده كښې نزدې د 11,257 مېرمنو بې حرمتي وكړه۔ رپورټ ك??ې په دې د افسوس څرګندونه شوې ده چې د 63 كلنې لارښودې آسیه اندرابی، ناهیدہ نسرین، فهمیدہ صوفی، شازیه اختر او انشاءطارق په شمول دوه درځنه څخه زياتې مېرمنې د بې بنسټه تور??نو لاندې د هند په تهاړ زندان كښې نظر ب??د كړې شوي دي۔ په رپورټ ك??ې په دې هم افسوس شوے چې كشميري مېندو ته د هندي ځواك??نو د لاسه د شهيد شويو ځامنو د مرګ سوګ لمانځلو او د دوئي د خپلې خوښۍ ځايې كښې خاورو ته د سپارلو اجازه هم نه ده وركړې شوې۔ د كشمير لرې پرتې سيمې کرهامه ??ره تعلق لرونكې مهتابه بېګم د خپل ځوي په لټون كښې خپل ژوند له لاسه وركړو كوم چې په كال 1990 كښې د كرېك ډاؤن په مهال نيولے شوے وو۔ حمیدہ پروین په كال 2012 كښې ٬ دې اميد ??ره چې يو يوه ورځ خو به د هغې ځوے بېرته رشي ٬ د خپل ځوي په لټون كښې دنيا څخه د آخرت په سفر روانه شوه۔ د دې ځوے عابد حسېن يو طالب علم وو۔ زونه بېګم راج باغ سرينګر ??ره تعلق لرلو ٬ ددې ځوے په كال 1996 كښې بې دركه شوے وو ٬ د دې ځوے امتياز احمد د ځنګل??نو څانګه كښې افسر وو٬ زونه په كال 2011 كښې د خپل ځوي په انتظار كښې په حق ورسېده۔ د بټه مالو سيمې حلیمه بېګم په فروری 2020 كښې په حق ورسېده ۔ دې تر 25 كل??نو د خپل بې دركه شوي ځوئي د بېرته راتللو لاره څارلې وه كوم چې په علي ګړھ مسلم پوهنتون كښې زده كړې ترلاسه كولې۔ بشارت په 7 جنوري كال 1990 هندي ځواك??نو سوپور سيمې څخه ګرفتار كړے وو۔ په رپورټ ك??ې وئيلې شوي دي چې ملګري ملتونه او د مېرمنو حق??نو لپاره كاركوؤنكې نړيوالې ادارې دې په مقبوضه سيمه كښې كشميري مېندو ته د پېښو ستونزو نوټس واخلي
د مقبوضه جموں وكشمير مېندې لا تر اوسه د خپلو نظر بند او بې دركه ځامنو لارې څاري
Love Spinning Wheel Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون