اسلام آباد۔9 اپرېل(اے پی پی)د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف او دوهم سپيكر زاهد اكرم دراني وئيلي دي چې د پاكستان آئين ټولو وګړو ته د بن??اد?? حقونو وركولو ضامن دے٬ د جمهوريت پياوړتيا له به د آئين سرلوړي باوري كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوي د 1973 آئین ګولډن جوبلي په موقعه قوم ته د مباركۍ جلا جلا پېغامونو كښې وكړه۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل دا ننۍ ورځ مونږ ته هغه تاريخي ورځ ??اد??ي كله ??ې 5مې قومي اسمبلۍ په متفقه توګه د 1973 آئین منظور كړو۔ د آئین پاکستان دستاوېز د اولس د لارښود شهید ذوالفقار علی بھټو د فهم او فراست نتيجه وه چې ټول سياسي او مذهبي ګوندونه په يو پلېټ فارم جمع شول او يو تاريخي دستاوېز منظور شو۔ ده ووئيل په هېواد كښې د جمهوريت پياوړتيا له ضرور?? ده چې د كال 1973 په آئين د دې د روح له مخې عمل وكړے شي۔ ده د ټولو سياسي ګوندونو خپله منځه اختلافات ??ېرولو سره د آئين دستاوېز په 50 مه سالګره يو ځايې د راجمع كېدو په حاجت زور راوړو۔ دوهم سپيكر زاهد اكرم دراني ووئيل نن هغه تاريخي ورځ ده كله ??ې ټولو سياسي ګوندونو خپل منځه اختلافات ??ېرولو سره آئيني دستاوېز منظور كړو۔ ده ووئيل د هېواد تعمير او پرمختګ له به ټولو سياسي ګوندونو له اختلافات ??ېرولو سره يو مېز ته راتلل وي۔ ده ووئيل په آئين عملدرآمد سره به د هېواد چارې ښه پلو روانې شي۔
د جمهوريت پياوړتيا له به د آئين سرلوړي باوري كول وي٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر او دوهم سپيكر
Winwinwin APP download link
مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر