اسلام آباد 04 اپریل (اے پي پي) سپریم کورټ په پنجاب كښې په 14 مئی 2023ء صوبائی اسمبلۍ ټاكنو لپاره امر كولو كښې وئيلي دي وفاقی حکومت به پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې د صوبائی اسمبلیو ټاكنو لپاره تر 10 اپریل 2023ء ??لی??شن کمېشن له 21 اربه روپۍ وركوي،په دې اړه ??لی??شن کمېشن به په 11 اپریل عدالت كښې رپورټ وړاندې كوي،چیف سیکرټری پنجاب او آئی جی پولیس به پنجاب كښې د ??لی??شن كولو له ضروري عمله او د امنيت وركولو ذمه وار وي، پنجاب او کے پی کے د اسمبلیو ټاكنو لپاره وفاقي حکومت د آئین آرټیکل 243 (1)، 148 (3) او 220 ترمخه د ټاكنو په اړه د ??لی??شن کمېشن د معاونت کولو پابند دے ۔ پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې د ټاكنو التواء په اړه پريكړه د نهي په ورځ د عدالت عظمیٰ درې كسيز بنچ واوروله۔ تفصیلی پريكړه به بيا جاري كولې شي۔ چیف جسټس عمر عطاء بندیال په مشرۍ كښې د جسټس اعجاز الاحسن او جسټس منیب اختر مشتمل عدالت عظمیٰ درې كيسز بنچ خپله پرېكړه كښې ووئيل د ??لی??شن کمېشن آف پاکستان (ای سی پی) د 22 مارچ 2023ء آرډر غیر آئینی دے كوم چې څه قانونی حیثیت نه لري۔ عدالت د اي سي پی پريكړه کالعدم ګرځولو سره وئيلي دي چې د آئین آرټیکل 224 (2) ترمخه ??لی??شن کمیشن له آئین كښې په وركړو 90 ورځو كښې دننه د ټاكنو نه كولو په اړه كوم آئیني او قانوني اختیار نشته۔ دغسې سپریم کورټ د ای سی پی د اړخه د ??لی??شن ایکټ 2017ء سیکشن 57/2 ترمخه په 8 مارچ 2023ء باندې جار?? کړے انتخابی پروګرام نوټیفکیشن لمبر 2 (3)/2023-Cord) ترمخه د پنجاب صوبائی ټاكنو نظام الاوقات په سمدستي توګه بحالولو سره په دې كښې ځيني ترامیم كړي۔ پريكړه كښې وئيلي شوي چې ??لی??شن کمېشن په غیر قانونی توګه د ټاكنو ځنډولو امر په 22 مارچ 2023ء هغه وخت جاري كړے كله چې د ??لی??شن عمل پنځه پړاؤنه بشپړ شوي وؤ،۔ دغسې د کمېشن به غیر آئینی پريكړه كولو 13 ورځي ضائع شوې ?? د دې په تناظر كښې د ??لی??شن پاتي مراحل كښې پراختيا كېږي او په دې اړه د ټاكنو پروګرام بدلولے شي۔
سپریم کورټ پنجاب كښې په 14 مئی د صوبائی اسمبلۍ ټاكنو كولو امر ،وفاقي حکومت به پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې ټاكنو لپاره تر 10 اپریل 21 اربه روپۍ وركوي
Immortal Romance APP game official website
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی حکمت عملی