لاړكانه 10 ستمبر (اے پي پي)د ملګرو ملتونو سېكرټ??ي جنرل انتونيو كوتريس وئېلي دي په پاكستان كښې لويه تباهي شوې٬پاكستان د نورو هېوادونو پیدا كونكې آلو??ګۍ څخه نيغ په نيغه ځپلے كېږي٬د سېلاب له امله شوے زيان پوره كول يواځې د پكستان د وسائلو څخه ممكن نه دے٬د نړۍ ذمه واري ده چې په دې سخت وخت كښې د پاكستان مرسته وكړي۔د خالي په ورځ د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري سره د ملګرو ملتونو سېكرټ??ي جنرل انتونيو كوتريس په لاړكانه كښې د سېلاب ځپليو د كېمپ دوره وكړه۔په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د ملګرو ملتونو سېكرټ??ي جنرل دلته د سېلاب ځپليو سيمو صورتحال ليدو له راغلے ٬په دې سېلاب كښې د 1300 څخه زيات كسان په حق رسېدلي٬په زرګونو ژوبل٬په لاكهونو بې كوره شوي٬په لويه پیمانه ولاړو فصلونو ته زيان رسېدلے ٬په سندھ كښې تر ټولو لويه تباهي شوې٬هر اړخ اوبه اوبه دي۔ده ووئېل د ملګرو ملتونو سېكرټ??ي جنرل د يووالي لپاره دلته راغلے ٬ستاسو د مشكلات او تكليف احساس لرو ٬وفاقي ا?? صوبائي حكومت په ګډه ستاسو په خذمت كښې حاضر دي۔ده ووئيل د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام د لارې 25 زره روپۍ د يوې كورنۍ په سر ځپليو له وركړے كېږي٬دې لپاره وفاق 70 اربه روپۍ وركوي۔د ملګرو ملتونو سېكرټ??ي جنرل انتونيو كوتريس ووئيل د ملګرو ملتونو لخوا په دې لويه پیښه ستاسو ټولو سره د يووالي ا?? همدردۍ څرګندونه كوو ٬په تېر وخت كښې د پښكال په مهال په بېلو هېوادونو كښې بارانونه ليدلې شوي٬پرمختګ كړو هېوادونو ماحوليات آلوده كړ??٬ګ??يشيئر په تندۍ سره ويلې كېږي چې له امله يې سېلاب راځي٬دا ډول صورتحال سره پاكستان هم مخ دے۔ده ووئيل پاكستان د دې ماحول??ات?? آلو??ګۍ ذمه وار نه دے خو د نورو هېوادونو د پیدا كونكې آلو??ګۍ ښكار دے۔ده ووئيل د پاكستان موجوده صورتحال ته په لويه پېمانه د مرستې ضرورت دے۔ده د آلو??ګۍ په سبب د موسم??ات?? بدلون ښكار دے٬د سېلاب ځپليو بحالۍ او بيا رغونې پړاؤ د كورونو تعمير٬د كروندګرو د زيان ازالې لپاره د لويو وسائلو ضرورت دے خو يواځې پاكستان دومره وسائل نه لري چې هغه د دې ازاله وكړي٬چې كومو هېوادونو دا حالات پېدا كړي دا د هغوي ذمه واري ده چې هغوي د دې صورتحال څخه ويستلو له د پاكستان مرسته وكړي۔په دې موقع خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ووئيل د ځپليو لپاره د يوې كورنۍ په سر 25 زره روپۍ د وفاق لخوا په وركولو د وزيراعظم محمد شهباز شريف مننه كوو۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو سېكرټ??ي جنرل په دې دړد كښې مونږ سره شريك شوے كومه چې تاريخي خبره ده۔ده ووئيل نړۍ سره په ګډه وفاق او صوبائي حكومت داسې منصوبه جوړه كړي چې بل سېلاب څخه به انفراسټركچر ته دا قدر زيان نه رسي
په پاكستان كښې لويه تباهي شوې٬پاكستان د نورو هېوادونو پیدا كونكې آلودګۍ څخه نيغ په نيغه ځپلے كېږي٬د سېلاب له امله شوے زيان پوره كول يواځې د پاكستان د وسائلو څخه ممكن نه دے۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو كوتريس
Türkiye Lightning Roulette login website
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش