اسلام آباد 30 اكتوبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په صوبه كښې د امن امان په ناوړه وضعه د سختو تحفظاتو څرګندونه كولو سره وئېلي دي صوبائي حكومت امن اوامان په ځاے ساتلو كښې ناكامه راغلے ۔ده د خېبرپښتونخوا په مشرتابه تنقيد كولو سره و??ئيل وزيراعلٰی په معاملات كښې سنجيدګي نه ښائي او د صوبې مسئلو پلو پام نه كوي۔د شورو په ورځ د اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري دورې په موقع مېډيا سره په خبرو كښې ده و??ئيل په خېبرپښتونخوا كښې به په امن راوستلو كښې وفاقي حكومت له سنجيدګي ښودل وي۔د پي ټي آئي د جمعې په ورځ په پېښور كښې متوقع جلسې په اړه فیصل کریم کنډي ووئيل خېبر پښتونخوا كښې د د?? جلسې د کامیابۍ امید اوس د پنجاب څخه په راتلونكو کارکنانو دے۔ده يادګېرنه و??ره چې په ماضي كښې د خېبر پښتونخوا فنډز څخه په اسلام آباد بريد كيدو،خو اوس صورتحال بدل شوے۔د خېبر پښتونخوا ګورنر د سپریم کورټ بار په اوسنو ټاكنو تبصرہ کښې ووئيل د پي ټي آئي قیادت د پېښور الیکشن كښې مقبولیت کم شوے او د بار ټاكنو كښې ماتي سره مخ شوي ۔ده و??ئيل د 26م آئینی ترمیم کریډټ چیئرمېن ??لا??ل بھټو زرداری ته ترلاسه دے، مولانا فضل الرحمان هم منلي ده،اوس چې جمهوری قوتونو ته كله هم حاجت وي 27م آئینی ترمیم هم كولې شي۔
صوبائي حكومت امن برقرار ساتلو كښې ناكامه راغلے ۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي
Sheyu honest entertainment website
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر