اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې رياستي ملكيتي كاروباري ادارو لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه وشوه ٬ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو مياں رياض حسېن پيرزاده، قيصر احمد شېخ، جام کمال خان، اعظم نذير تارړ او قېصر احمد شېخ ګډون وكړو ٬ د دې نه علاوه احد خان چيمه، د منصوبه بندۍ كمېشن ډپټي چيئرمين، د سټېټ بېنك ګورنر، د اېس اي سي پي چيئرمېن، وفاقي سيکرټريز او د اړوند وزارت??نو افسرانو هم ګډون كولو۔ كمېټۍ د بېلا بېلو وزارت??نو/ ډويژن??نو لخوا خپلو د اړوندو رياستي ملکيتي ادارو درجه بندۍ لپاره د وړاندې كړو سمريو ته ست??اتېژك/ ضروري يا په بل صورت وكتل۔ کابينه کميټي د تفصيلي بحث نه وروستو پرېكړه وكړه چې نېشنل انشورنس کمپني لم??ټډ (اېن آئي سي اېل)، سټيټ لائف انشورنس کمپني لم??ټډ (اېس اېل آئي سي اېل) او پاکستان ري انشورنس کمپني لم??ټډ (پي آر سي اېل) په ست??اتېژك او د ادارې د ضروري معيار له مخې روانې دي په دې سبب دوي ته درجه بندي نشي وركړې كېدې ۔ د تجارت وزارت ته لا امر وشو چې ھغه دې پاک ايکسپو کمپنۍ لپاره د پبلک پرائيويټ پارتنرشپ ماډل ??لټ??ي٬کميټۍ د سائنس او ټيکنالوجۍ وزارت لخوا په وړاندې ك??ې سمرۍ غور وكړو او اېس ټي اي ډي اي سي نوم ئې د انډيجينس ريسرچ اينډ ډويلپمنټ ايجنسي (آئي آر اے ډي اے) پرائيويټ لم??ټډ په توګه د بدلولو منظوري وركړه٬ کميټۍ امر وكړٶ چې د دې بورډ دې جوړ كړے شي او اداره دې تر دسمبر كال 2024 فعاله كړې شي ٬ دغس ېکميټي د پي آئي اے هولډنګ کمپني بورډ، پاکستان پوسټل سروسز مينجمنټ بورډ په بورډز كښې د آزاد ډائريکټرز په توګه د كانديدانو تقررۍ لپاره ايوي ايشن ډويژن او د مواصلات وزارت د تجويز??نو منظوري هم وركړه۔
د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې د رياستي ملكيتي كاروباري ادارو لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه
एमजी ऑनलाइन विश्वसनीयता मनोरंजन वेबसाइट
مضمون کا ماخذ : estratégias loteria وفاقی