ملګري ملتونه 02 جولائي (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي د ذمه وارۍ اصول كوم چې د نړۍ په ځينې برخو كښې د مداخلت جواز وړاندې كولو لپاره كارولې شوي ٬ په غزه كښې د اسرائيلي ځواكونو لخوا د فلسطينيانو د نسل كشۍ په مخه نيولو كښې پاتې راغلي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اکرم په جنرل اسمبلۍ كښې د نسل كشۍ٬ جنګي جرائمو او د انسانيت په ضد د جرائمو لاره نيولو او وګړو ته د تحفظ وركولو د ذمه وارۍ په موضوع مباحثې ته خپلې وېنا كښې خبردارے وركړو چې د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې تعينات 9 لكه هندي عسكر آزادۍ او د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره په هلو ځلو كوٶنكو كشميريانو فشار لپاره وحشيانه بربريت كوي۔ ده ورياد كړل چې د “رسپانسيبلټي ټو پروټيکټ” تصور په درېو ست??و ولاړ دے ٬ وړومبے دا چې د هر رياست ذمه واري ده چې د خپلو اباديو حفاظت وكړي ٬ دوېمه دا چې د نړ??والې ورورولۍ ذمه واري ده چې هغوي رياستونو سره د خپلو آباديو تحفظ له مرسته وكړي او درېمه ده چې كله يو رياست د دې ذمه وارۍ په ترسره كولو كښې په واضح توګه ناكامه شي نو نړ??واله ورورولي دې په دې لړ كښې خپله ذمه واري ترسره كړي۔ ده ووئيل د نړ??والې ورورولۍ د ناكامۍ واضح مثال په غزه كښې روانه نسل كشي ده چرته چې د اته مياشتو راهسې د اسرائيلي ځواكونو په بريدونو كښې نزدې 40 زره فلسطينيان شهيدان او 86 زره ژوبل شوي چې پكښې زياتره مېرمنې او ماشومان ??ام?? دي ۔ ده ووئيل په جنګ ځپلې غزه كښې د انساني همدردۍ په بنياد د م??ست?? په لاره كښې هم خنډان راولاړ كړے شوي ٬ په دې هلو ځلو كښې د م??ست?? د نړ??والې ادارې د سلګونو په شمېر كاركنان هم وژلې شوي٬ په غزه كښې قحط او وبائي رنځونه هم خورېږي٬ دا صورتحال زيات متقاضي دے چې نړ??واله ورورولي د دې نسل كشۍ او د جنګي جرائمو لاره نولو لپاره د مداخلت حق استعمال كړي۔
د تحفظ د ذمه وارۍ اصول هم غزه كښې د اسرائيلي ځواكونو لخوا د فلسطينيانو د نسل كشۍ په مخ نيوي كښې پاتې راغلل ۔ منير اکرم
Gamecock Honest Betting APP
مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا