اسلام آباد۔28جون (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي دا وخت مونږ د طاقت خط?? ٬ ??هرنۍ لاس وهنې ٬ غلامۍ ٬ كركه خپرونكو نظريو ٬ بې وزلۍ ٬ د مساواتو نشتوالي ٬ نړ??وال تاؤ تريخوالي او د جوهري وسلو زغل سره مخ يؤ٬ د خپلو کمیونټیز تحفظ او د خپلو قامونو سلامتيا لپاره نړ??والې مرستې ته وده وركول بايد زمونږ اجتماعي هڅه او ترجيح وي۔ ده دا خبره ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې د یو اېن کوپس خصوصي غونډې مشرۍ كولو په مهال خپل خطاب كښې وكړه۔ داخله وزير د نړ??والو او سيمه ايزو شخړو مخنيوي او د امن په برقرار مهمه موضوع په زړه پورې رڼا واچوله او په امن مشنز كښې ئۍ د پاكستان د ځانګړې مرستې په خاص توګه ذكر وكړو۔ د ده وېنا وه چې اجتماعي سفارتكاري كارولو سره به د شخړو ??ني??دي سببونو لرې كولو پلو پام ګرځول وي۔ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلي ٬ اکنامک اېنډ سوشل کونسل، د انصاف نړ??وال عدالت او د پیس بلډنګ کمېشن کردار په دې لړ كښی ??ني??دي اهميت لري۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو په 47 امن مشنز كښې د پاكستان 230،000 زره عسكرو ګډون كړے۔ د ده وېنا وه چې د ملګرو ملتونو امن مشنز ترهګرو ٬ قبائلي دښمنو او د خپل حفاظت په څير چېلنجونو سره مخ دي۔ محسن نقوی ووئيل امن مشنز له به د يو مجموعي سياسي تګلارې برخه جوړېدل وي كومه چې د شخړو او تشدد د ??ني??دي سببونو لرې كولو هڅه وكړي۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل د ملګرو ملتونو د امن ډلو مطلوبه نتيجې ترلاسه كولو او د ممكنه خطرو مخنيوي له به د مناسبې تربيې انتظام كول وي۔ ده ووئيل سيمه ايز تنظيمونه د امن نافذ په تګلاره كښی مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل پاكستان به خاص توګه افريقائي يونين او د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) سره په امن مشنز كښې د مرستې عزم لري۔ پاكستان امن ته لا وده وركولو له ملګرو ملتونو او په دې كښې خوښي لرونكو رياستونو سره په ګډه كار كولو له چمتؤ دے۔ ده ووئيل زمونږ قوت امن، سلامتيا او انصاف لپاره اجتماعي هڅو سره تړلے دے ٬ مونږ ټول په ګډه سوله ايزه نړۍ جوړولې شوو۔
دا وخت مونږ د طاقت خطر ٬ بهرنۍ لاس وهنې ٬ غلامۍ ٬ كركه خپرونكو نظريو ٬ بې وزلۍ ٬ د مساوات نشتوالي ٬ نړيوال تاؤ تريخوالي او د جوهري وسلو زغل سره مخ يؤ٬ د كورنيو چارو وزير محسن نقوي
Life Spin Integrity Betting Platform
مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II