اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی) د سېنېټ غړو فلسطينيانو سره د يووالي څرګندونه او د اسرائيلي بربريت غندنه كولو سره وئيلي ديد تېرو 23 ورځو څخه د فلسطيني اولس نسل كشي كېږي٬ اسرائيل جنګي جرمونه كوي٬ اسلامي نړۍ لپاره دا صورتحال د فكر وړ دے٬ نړۍ له به د فلسطين او كشمير په ??سئله دوه مخيزې معيار ختمول وي۔ د ګل په ??رځ د سېنېټ غونډه كښې په ??لسطيني اولس د اسرائيل ظلمونو په ضد په ??ړاندې كړي تحريك بحث كښې سېنېټر اسحاق ډار ووئيل د غزہ او فلسطین صورتحال ګردې نړۍ لپاره د فكر وړ دے٬ اسرائيل د عامو وګړو ودانۍ ٬ روغتونونه ٬ جوماتونه په ??خښه كوي٬ اسرائيلي بربريت بايد ختم كړے شي٬ په غزه كښې دا مهال د څښلو اوبه ٬ خوراك ٬ د تېلو او داروګانو سخت كمې دے٬ ماشومان او مېرمنې ظلم او زياتي سره مخ كولې شي٬ ده ووئېل مونږ فلسطيني اولس سره د يووالي څرګندونه كوؤ٬ د اسرائيل په ??حشيانه بمبارۍ مو زړه زيات خفه دے٬ د فلسطين په ??سئله بايد پاكستا?? فعاله غږ پورته كړي٬ ده ووئېل خارجه وزير دې د حكومت پالېسۍ په اړه ايوان خبر كړي۔ سېنېټر ډاكټر شهزاد وسيم ووئيل دا ننۍ غونډه د فلسطين په ??سئله د اولس د جذبات عكاسي كوي٬ اسرائيل انساني اقدار او قوانين له مينځه وړلې دي٬ د دې سفاكيت ٬ جارحيت او نسل كشۍ نه يواځې غندنه بلكې مزاحمت هم پكار دے۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر بيانونه خو رامخې ته كېږي خو په عملي توګه د فلسطيني اولس د عامې وژنې لړۍ بندولو لپاره هېڅ هم نه كوي۔ ده ووئيل د فلسطین او کشمیر په اړه بيانيه يو ډول او د يوكرائن جنګ په اړه بل ډول ولې ده۔ نړۍ له به دا دوه مخيز معيار ختمول وي۔ ده ووئيل د آز??د فلسطيني رياست نه غېر په ??ړۍ كښې امن نشي راتللے۔ سېنېټر يوسف رضا ګېلاني ووئيل په ګرده نړۍ كښې چې د فلسطين په ??سئله امت مسلمه كوم جذبات لري هغه زمونږ هم دي٬ نړۍ له به د فلسطين او كشمير په ??سئله دوه مخيز معيار ختمول وي۔ سېنېټر نسيمه احسان ووئيل په ??لسطين كښې د ظلم او بربريت سخته غندنه كوؤ۔ سېنېټر مولانا عبدالغفور حیدری ووئيل په ??لسطيني وګړو د اسرائيل بربريت د غندنې وړ دے۔ سېنېټر مشتاق احمد ووئيل اسلامي هېوادونو له به فلسطيني اولس سره اودرېدل وي٬ ده ووئيل د فلسطينيانو قربانۍ به رنګ راوړي او د انسانيت په ضد جرمونه به ختم شي۔ سېنېټر طاهر بزنجو ووئيل په ??سله او جنګ مسئلې نه حل كېږي٬ دوه رياستي فارمولا د فلسطين مسئلې تلپاتې حل دے۔ سېنېټر میاں رضا ربانی ووئيل په ايوان كښی دې خارجه وزير د فلسطين مسئلې په اړه پالېسي بيان وركړي۔
د سينيټ غړو فلسطينيانو سره د يووالي څرګندونه او د اسرائيلي بربريت غندنه وكړه
Circus Happy Entertainment Platform Official Website
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2