لاهور۔22اکتوبر (اے پی پی) د نګران وزيراعظم خاص استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې ??سل??مي نړۍ له به خپل منځه اختلافات هېرولو سره آزاد فلسطيني رياست لپاره اودرېدل وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ فلسطين سره د يووالي څرګندونې له تابيا كړې شوې دستورې ته خپل خطاب كښې ??كړ??۔ ده ووئيل مونږ له به خپل داخلي استحكام په ځايې ساتل وي۔ ده ووئيل مونږ تېره ورځ فلسطيني اولس لپاره خپله د مرستې سامان اولنۍ قافله مصر ته لېږلې ده خو د مرستې د سامان دې ټركونو د هغه ماشوم مخې ته هېڅ حېثيت نشته كوم چې د اوبو غوښتلو په مهال پاك پروردګار پلو لاړو۔ ده ووئي?? د ??عودي عربستان موقف د فلسطين حوالې سره د اولنۍ ورځې څخه په ډاګه دے۔ سعودي عربستان دا مها?? د ??و آئي سي مشر هم دے او اوس به فلسطيني اولس ته يو خپلواكه رياست وركول وي چې پلازمينه يۍ قدس وي۔ ده ووئي?? د ??و آئی سی د اعلاميې په رڼا كښې به ??سل??مي نړۍ له ګام پورته كول وي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر هم وائي د فلسطين وضعه زياته ناوړه ده ، د زرګونو په شمېر كسان شهيدان شوي دي۔ ده ووئيل د فلسطيني اولس جرم يوازې دومره دې چې هغوي آزاد ??و خپلواكه حېثيت سره په خپله زمكه ژوند كول غواړي۔ ده ووئيل څو ورځ وړاندې اسرائيل په يو چرچ هم بريد ??كړ??٬ مونږ له به پرېكړه كول وي چې د ظالم ملګرتيا كوؤ يا د مظلوم؟ يو اړخ ته انسان او بل اړخ ته وحشي درنده ده۔ ده ووئيل تر دې دمه نزدې 4 زره فلسطيني وګړي شهيدان شوي دي په كومو كښې چې د زرګونو په شمېر ماشومان شامل دي۔ ده ووئي?? د ??ې حالاتو اصل هدف د ??سل??مي نړۍ امن لمينځه وړل دي۔ ده ووئيل علماﺀ او مشائخ دې امت يو كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل اولنۍ ورځې څخه د فلسطين په اړه د پاكستان ٬ تركيه ٬ سعودي عربستان او ايران دريځ ښكاره دے۔ د پاكستاني رياست پالېسي د فلسطين او كشمير مسئلې په اړه هم هغه ده كومه چې قائداعظم وضعه كړې وه۔
اسلامي نړۍ له به خپل منځه ټول اختلاف هيرولو سره آزاد فلسطيني رياست لپاره اودريدل وي٬ د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمين حافظ طاهر محمود اشرفي
Longhuyun entertainment platform link
مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں