اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې د پاكستان ځوانانو ته د خپلو صلاحيتونو په مثبت ډول كارولو موقعې وركولو تېره ورځ ګرد هېواد ك??ې يوتھ سپورټس انيشي ايټو پېل كړے شوې دې چې مقصد يۍ هېواد ك??ې لوبو ته وده وركولو او دې سره اروندې د نړيوال معيار آسانۍ برابرول دي۔ د شورو په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل د پاكستان آبادۍ زياته برخه په ځوانانو مشتمل ده خو د بده مرغه مونږ لوبو لپاره د آسانيو كمي سره مخ يؤ او له دې كبله مونږ په هېواد ك??ې د وړومبني سپورټس پوهنتون د بن??اد تيګه اېښودلې او سپورټس اينډؤمنټ فنډ مو جوړ كړے دے۔ ده ووئيل د صلاحيت لرونكو او د بهترينې كاركردګۍ مظاهره كوٶنكو لوبغاړو ډاډګيرنه كولو، نړيوالو مقابلو لپاره د لوبغاړو تربيه كولو او نورو اقداماتو سره به ګرد هېواد ك??ې د لوبو وده با??ري كولې شي٬ تاريخ ګواه دے چې د پاكستان صلاحيت لرونكو ځوانانو ته چې كله هم موقع وركړې شوې ده دوي په ګرده نړۍ كښې قامي بېرغ د خپلې ښې كاركردګۍ د لارې هسك كړے دے٬ وزيراعظم ووئيل دا اقدامات كافي نه دي خو دا يو ښه پېل دے۔ ده هيله څرګنده كړه چې راتلونكي حكومتونه به د دې اقداماتو تسلسل جاري ساتي۔
د لوبو ودې او د نړيوال معيار آسانۍ برابرولو لپاره يوتھ سپورټس انيشي ايټو پېل كړې شوې۔ د وزيراعظم ټويټ
Spicy Award Online Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں