اسلام آباد۔15جنوری(اے پی پی) د توان وفاقي وزير محمد حماد اظهر وئيلي دي حكومت په بېلا بېلو څانګو كښې د اصلاحاتو د لارې د معيشت د دوامدار پرمختګ بنياد اېښودلې دے٬ د برېښنا ترسيلي نېټ ورك استعداد مو 20 زره مېګاواټ نه زياتولو سره 24790 مېګاواټ ته رسولې دې٬ تر كال 2023 به د برېښنا ترسيلي نېټ ورك تر 30 زره مېګاواټ زياتولې شي٬ د ګاز د اوسنۍ بيعې تعين له شوې نه دې۔ د خالي په ورځ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې حماد اظهر ووئيل د پيپلز ګوند او مسلم ليګ نون په 10 كلونو كښې ډی انډسټریلائزېشن وشو يعني كارخانې كمزورې شوې ، زمونږ حكومت دا عمل ريورس كړو او ددې په نتيجه كښې د لويو صنعتونو پېداوار كښې تېر كال 13 فيصده نمو وشوه۔ هغه ووئيل پاكستان په 27 نكاتي ايجنډا كښې په 26 نكتو عمل درآمد كړې دې۔هغه ووئيل دې نه وړاندې به په يو يو اېل اېن جي كارګو د 10 اربه روپو زيان كېدو، حکومت د ګاز اوسط قيمت حوالې سره تاريخي قانون سازي كړې ده۔ هغه ووئيل تېرو حكومتونو ټول پام درآمدي اېل اېن جي او كوئلې ته وكړو ٬ كه ډېمونو جوړولو ته پام ګرځولې شوې وو نو دا صورتحال به نن نه وو۔ اوس دا د ډېمونو لسيزه ده۔ په 10 ډېمونو كار روان دې۔ په كال 2030 كښی به د 70 نه تر 80 فيصده برېښنا له ځائي ذريعو نه ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل مونږ به د روان كال په مهال د 6 زره ارب ټېكس ريونيو ترلاسه كړؤ۔ زمونږ برآمدات او ترسيلات زر به د 30 ٬ 30 ډالرو تاريخې كچې نه تېر شي۔ ده ووئيل تحريك انصاف او وزيراعظم جمهوري روايات مضبوط ساتلې دي۔ هغه ووئيل جمهوري روايات په كابينه كښې هم وو ولې څومره پراخا زړه سره مباحثه به چې د وزيراعظم عمران خان په كابينه كښې كېده د هغې مثال په تېر وخت كښې موندلې نه شي
حكومت په بېلا بېلو څانګو كښې د اصلاحاتو د لارې د معيشت د دوامدار پرمختګ بنياد اېښودلې دے٬ تر كال 2023 به د برېښنا ترسيلي نېټ ورك تر 30 زره مېګاواټ زياتولې شي۔ د توان وفاقي وزير محمد حماد اظهر خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری