اسلام آباد 09 جون (اے پی پی) د كورونا وبا ختمولو لپاره نيشنل كمانډ اینډ آپریشن سینټر (این سی او سی) كښې غونډه وشوه چې پكښې ګډون كوونكو ته ووئيل شول د كورونا ټیسټ لپاره دا مهال په ټول هيواد كښې 102 لیبارټریز كار كوي۔ دې نه ځانله فورم كښې په فرنټ لائن د دې وبا په ضد كار كوونكو قامي اتلانو لپاره د ډاډ وړ پیكج او جون ٬ جولائی كښې د دې وبا په ضد د اضافی ضروریات هم جاج هم واخستلې شو۔ په اېس او پیز عملدرآمد نه كولو او د سماجي فاصلې په خلاف ورزۍ ټول هيواد كښې د صوبائی ډلو ماركیټونو ،صنعتونو ،ټرانسپورټ او د وائرس ممكنه خپريدونكو ځايونو اكښې ٓپریشنز كړي۔د تيرو 24 ساعتو په مهال د كارروائی په نتيجه كښې بلوچستان كښې 691 خلاف ورزی رامخې ته شوي چې له امله ئې 250 دوكانونه او 92 ګاړی په عارضی توګه بند او جرمانه كړې شوي۔ پنجاب كښې مختلف ماركیټونو ٬ بازارونو ٬ ټرانسپورټ او صنعتی سيمو جانچ لپاره خاص ډلې جوړې شوي او د اېس او پیز په خلاف ورزو 769 دكانونه 8 صنعتونه 776 ګاړي په عارضی توګه بند كړې شوي او جرمانه كړې شوي
د اېس او پیز په خلاف ورزیو د كارروائی راپور وړاندې كړے شو
مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena