اسلام آباد۔24فروری(اے پی پی) د پاکستان مسلم لیګ (ن) صدر او نومولې شوي وزيراعظم شهباز شريف سره بلوچستان څخه د قومي او صوبائي اسمبلۍ نوې ټاكلې شويو غړو پلاوي ملاقات وكړو۔ دې ځايې څخه د ترلاسه شوي پرېس ريليز له مخې د مسلم لیګ (ن) بلوچستان صدر جعفر خان مندوخیل د پلاوي مشري كوله۔ اېن اے 263 څخه جمال شاہ کاکړ، اېن اے 252 څخه سردار یعقوب خان ناصر ٬ اېن اے 257 ٬ پی بی 22 څخه جام کمال او نواب چنګیز خان مری هم ملاقات كوؤنكو كښې شامل وو۔ ملاقات كښې میاں خان مندرانی، پی بی 4 څخه سردارعبد الرحمن کھیتران ٬ راحیلہ درانی ٬ پی بی 14 څخه محمد خان لهړی ، پی بی 15 څخه میر سلیم احمد کھوسه ، پی بی 3 څخه میر شعیب نوشیروانی ٬ پی بی 30 څخه آزاد حيثيت سره كاميابي ترلاسه كولو څخه وروستو په مسلم لیګ (ن) كښې شاملېدونكے میر عاصم کرد ګیلو ، پی بی 41 څخه ولی محمد، پی بی 51 څخه کیپټن (ر) عبدالخالق او پی بی 27 څخه برکت علی رند هم په ملاقات كښې موجود وو۔ شهباز شریف د قومي اسمبلۍ او صوبائي اسمبلۍ د غړو او لارښودو د جذبې ستائنه كولو سره ووئيل ستاسو د هڅو له امله په هېواد كښې سياسي استحكام رامخې ته كيږي۔ شهباز شريف ووئيل د پاكستان او بلوچستان پرمختګ له به اخلاص سره په ګډه كار كوؤ۔ سياسي ګټې نه بلكې د پاكستان ګټې به مقدم ساتؤ۔ په دې موقعه په بلوچستان كښې د حكومت سازۍ په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښی خواجه آصف، رانا ثناء ، سېنېټر اسحاق ډار، سردار ایاز صادق، خواجه سعد رفیق او سېنېټراعظم نذیر تارړ هم موجود وو۔
نومولې شوي وزيراعظم شهباز شريف سره بلوچستان څخه د قومي او صوبائي اسمبلۍ نوې ټاكلې شويو غړو ملاقات
مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری