اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د سائنس او ټيكنالوجي وفاقي وزير سينيټر شبلي فراز وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هېواد په ټولو څانګو كښې به ټيكنالوجي كارولې شي،حكومت په ټول ټاكنو كښې جديد ټيكنالوجي كارولو له لوظي دے، جمهوريت قوي كولو لپاره سپيځلو ټاكنو ته اړتيا ده، اليكشن كمېشن اختيار لري چې كوم هم اليكټرانك ووټنګ مشين (اي وي اېم) قبول كړي، د اپوزيشن په اليكټرانك ووټنګ مشين اعتراضات فرضي دي،څوك چې د ټاكنو پخواني نظام څخه ګټه پورته كوي هغوي نه غواړي چې ټيكنالوجي وكارولې شي۔ د زيارت په ورځ روات كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل اپوزيشن ته هغه ټيكنالوجي منظور ده كومې څخه چې هغوي په اقتدار كښې راشي۔ د شهباز شريف د لندن عدالت څخه د بريت ادعا په اړه د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل هغه دې عدالت له رسيدونه وركړي او چې هغه كومي اثاثې جوړي كړي هغه دې ثابت كړي۔ سينيټر شبلي فراز د هيمپ ويليو چين ډويلپمنټ پروګرام ذكر كولو سره ووئيل دا يوه سټيټ آف دي آرټ منصوبه ده كومه چې په 5 ايكړه زمكه جوړېږي چرته چې د ميډيسنل هيمپ بوټو او د معياري تخمونو په جوړولو كار كيږي۔ وفاقي وزير ووئيل نېشنل هيمپ پاليسي هم جوړوو چې له مخې به ئې د يوې قائدې ترمخه غير ملكي سرمايه كار راځي،د هيمپ فصل 4 مياشتو كښې رارسي او د پاليسي راتللو نه پس به د ډاډ وړ نتيجې رامخې ته شي
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هېواد په ټولو څانګو كښې به ټيكنالوجي كارولې كېږي ، حكومت په ټول ټاكنو كښې جديد ټيكنالوجي كارولو له لوظي دے،د سائنس او ټيكنالوجي وفاقي وزير شبلي فراز ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کا انعام